قوس 07, 1402 11:55 Asia/Kabul
  • سريلانکا کې د کرکټ ناورین؛  د سپورټ وزیر له دندې ګوښه شو

د سريلانکا د سپورت وزیر روشان راناسنګه د څو ساعته وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې پر ولسمشر رانیل ویکرما سنګه یې د خپل د وژنې د هڅې تور پورې کړ او لامل یې په کرکټ بورډ کې د فساد د پاکولو په خاطر خپلې هلې ځلې وښودلې.

چارواکو وویل چې د سپورت وزیر راناسنګه د دوشنبې د ورځې د کابینې له غونډې مخکې، وروسته له هغه له دندې ګوښه شو چې پارلمان ته یې وویل چې که ووژل شو، نو ولسمشر ویکرما سنګه باید مسؤل وګڼل شي.

راناسنګه پارلمان ته وویل: "زه ویره لرم چې د کرکټ بورډ د پاکولو لپاره زما د کار له امله ووژل شم."

د سري لانکا په کرکټ بورډ کې د اصلاحاتو پر سر، د دواړو مشرانو ترمنځ د څه مودې راهیسې اختلافات دوام لري.

راناسنګه وویل: "که زه د سړک په سر ووژل شم، ولسمشر او د هغه د دفتر رئیس به یې مسؤل وي."

د ویکرما سنګه لخوا دې موضوع ته سمدستي غبرګون نه دی ښول شوی، د ولسمشر دفتر یوازې د سپورت د وزیر له دندې ګوښه کیدل تائید کړي دي.