د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي امریکا ته ولاړ
قوس 02, 1402 18:50 Asia/Kabul
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې کپتان حشمت الله شهیدي د امریکا کالیفورنیا ایالت ته رسیدلی دی، چېرته چې د افغان کلتوري ټولنې د مشرانو لخوا یې هرکلی شوی دی.
هغه به د شنبې په ورځ د کلفورنیا دسنوزي ښار په سټاکټون سیمه کې له پاکستان څخه په زوره د ایستل شویو افغانانو لپاره د مرستو راټولولو په یو پروګرام کې ګډون کوي.
شهیدي په کلفورنیا او شاوخوا سیمو کې مېشتو افغانانو غوښتي چې په دې پروګرام کې ګډون او خپلو هېوادوالو سره مرستې وکړي.