قوس 02, 1402 18:44 Asia/Kabul
  • د بیګ باش په سیالیو کې د راشد خان ګډون نه کول

د اسټرالیا رسنیو خبر ورکړی، چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ورو توپ اچونکی راشد خان د اسټرالیا د راتلونکي بېګ باش لوبو څخه په ملا کې د ستونزې له امله د سږکال راروانو سیالیو څخه بهر شوی.

پنځه ویشت کلن راشد خان چې د اسټرالیا په بېګ باش لیګ کې د اډیلېډ سټرایکرز لوبډلې غړی پاتې شوی و، په ملا کې د یوه کوچني عملیات له امله په سږنې بېګ باش لوبو کې نه لوبېږي.

د اډیلیډ سټرایکرز لوبډلې په سږني لیګ کې د راشد خان نه لوبېدل تایید کړي دي.

راشد خان په دوه زره او اولس کال کې د سترایکرز لوبډلې له پاره په بېګ باش سیالیو کې لوبې پیل کړې او اولس عشاریه یوپنځوس په اوسط یې اته نوي ویکټې اخیستې دي.