قوس 01, 1402 11:38 Asia/Kabul
  • کویټ له افغانستان څخه ۴ پر صفر وګټله

د افغانستان د فوټبال ملي ټيم د نړیوال جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې بېګا ۴ پر صفر له کوېټ ماتې وخوړه.

دا لوبه د سعودي عربستان دمام ښار کې وشوه.

دا د ۲۰۲۶ کال د فوټبال نړیوال جام د غوراوي سیالیو د مقدماتي دور پر مهال په شاوخوا لسو ورځو کې د افغانستان دویمه لویه ماته ده.

افغانستان تر دې مخکې د نومبر په شپاړسمه د قطر له فوټبال لوبډلې اته پر یو ماته ومنله.

د افغانستان د فوټبال لوبډله په دې وروستیو کې د ځینو لوبغاړو د لانجو په خاطر له ستونزو سره مخ ده او د پخواني کوېټي روزونکي تر ایستلو وروسته فوټبال فدراسیون انګریز سر روزونکی اشلي وسټ ووډ د ټیم د روزنې لپاره ټاکلی دی.