د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله نن قطر سره لوبه لري
عقرب 25, 1402 12:08 Asia/Kabul
د افغانستان د فوتبال ملي لوبډله نن په دوحه کې د قطر له ملي لوبډلې سره مخامخ شي
د افغانستان د فوتبال فدراسیون ویلي چې دغه لوبه د ۲۰۲۶ کال د فوتبال د نړیوال جام لپاره د مقدماتي لوبو د دوهم پړاو په ترڅ کې ترسره کیږي.
له قطرسره دې لوبې ته د افغان لوبډلې په ترکیب کې څو نوي لوبغاړي شامل شوي.
د افغانستان د فوتبال ټیم مشرروزنکي اشلي مایکل چې نوې یې دنده پیل کړې په یوه خبري کنفرانس ویلي، لوبډلې یې دې لوبې ته ښه تیاری نیولی د اسیا جام له اتل سره له لوبې وېره نه لري.
د افغانستان ټیم د مقدماتي لوبو په دې پړاو کې له قطر، کویټ او هند سره په یوه ګروپ کی دی.