عقرب 25, 1402 11:40 Asia/Kabul
  • هند د کرېکټ نړیوال جام نیمه پایلوبه کې نیوزېلنډ ته ۳۹۸ منډې هدف وټاکه

د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په لومړنۍ نیمه پایلوبه کې هندوستان خپله توپوهنه بشپړه کړه او ۳۹۷ منډې یې وکړې.

د یادې لوبډلې په توپوهونکو کې ویرات کولي ۱۱۷، شریس آیر۱۰۵، شبمن ګیل او کیل راحول بیا په ترتیب سره ۸۰ او ۳۹ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نیوزیلینډ ته ټيم ساوتي ۳ لوبغاړي وسوځول، خو په لسو اورونو کې یې ۱۰۰ منډې ورکړې.

د یادې سیالۍ نندارې ته د کرکټ مخکښو پخوانیو لوبغاړو ترڅنګ د انګلستان د فوټبال مشور ستوری ډیویډ بیکم هم ورغلی دی.

نیوزیلینډ به په څو شېبو کې خپله توپوهنه پيل کړي.