عقرب 25, 1402 11:32 Asia/Kabul
  • د کرکټ په نړیوال جام؛   ویرات کولي د سلیزو ریکارډ مات کړ

د هند د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي ویرات کوهلي په یوې ورځنیو لوبو کې ۵۰ سلیزې پوره کړې.

نوموړي په کرېکټ نړیوال جام کې نن د نوي زیلنډ په مقابل کې د دې ریکارډ جوړولو سره د خپل هېواد د بل لوبغاړي سچن ټنډولکر د ۴۹ سلیزو ریکارډ مات کړ.

سچن ټنډولکر له خپلې مېرمنې سره د لوبې لیدو ته راغلي‌ و او کولي له ریکارډ ماتولو وروسته سچن ته د درنښت په پار سر او لاسونه ټیټ کړل.

کولي دغه ریکارډ د نننۍ لوبې په ۴۲ اور کې چې د نوي زیلنډ لاکي فیرګوسن توپ اچونه کوله مات کړ.

د کرېکت په روان نړیوال جام کې دا د کولي دریمه سلیزه ده. د دې ټورنمنټ په پیل کې یې د بنګلدیش او سویلي افریقا پر وړاندې هم سلیزې وهلې وې.

کولي په یو ورځنيو کرېکټ لوبو کې خپل نړیوال سفر له ۲۰۰۸ میلادي کال څخه پیل کړ او خپله لومړۍ سلیزه یې د ۲۰۰۹ میلادي کال په ډسمبر کې د خپل هېواد په کلکته کې د سریلانکا پر وړاندې ووهله.

دویمه سلیزه یې هم په میرپور کې د بنګلدیش پر وړاندې وهلې وه.