عقرب 24, 1402 10:41 Asia/Kabul
  •  د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نن هندوستان له نیوزیلنډ سره نیمه پایلوبه لري

د کرکټ په نړیوال جام کې نن کوربه هندوستان له نیوزیلنډ سره نیمه پایلوبه لري.

د دوی لوبه د ممبۍ په ونکډې سټډیوم کې ترسره کېږي.

د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې د ګروپي دور ټولې نهې لوبې ګټلي او تر دې دمه د جدول په سر کې ده.

نیوزیلنډ بیا له نهو لوبو پنځه ګټلي او د څلورم ټیم په توګه یې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړې وه.

بله نیمه پایلوبه پنجشنبه د اسټرالیا او جنوبي افریقا تر منځ پلان شوې.