عقرب 22, 1402 13:43 Asia/Kabul
  • هند د کرکټ نړیوال جام کې  خپله نهمه لوبه هم وګټله

د کرکټ د ۲۰۲۳ کال د نړیوال جام لومړۍ مرحله د هند په نهم پرلپسې بري سره پای ته ورسېده.

هندۍ لوبډلې د ۱۶۰ منډو په توپیر نیدرلینډ ته ماتې ورکړه او په دې سره یې د لیګ پړاو پرته له کومې ماتې بشپړ کړ.

نن هند د شریس ایر او کیل راهول د سلیزو پر مټ ۴۱۰ منډې کړې وې.

نیدرلینډ بیا د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۰ منډې وکړې.

شریس ایر د دې لوبې د غوره او اغېزمن لوبغاړي جایزې وګټلې.

هند په روان نړیوال جام کې یوازینۍ لوبډله شوه چې په لیګ پړاو کې یې ټولې لوبې وګټلې.

ټاکل شوې چې لومړنۍ نیمه پایلوبه د نومبر په ۱۵مه نېټه د هندوستان او نیوزیلینډ ترمنځ د ممبي په وانکیډي لوبغالي کې ترسره شي.

دویمه نیمه پایلوبه د نومبر په ۱۶مه نېټه د کلکتې په ایډن ګاډن لوبغالي کې د اسټرالیا او سویلي افریقا ترمنځ ترسره کېږي.