نړیوال جام؛ د هند او هالنډ لوبه پيل شوې
عقرب 22, 1402 12:20 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوال جام د لیګ پړاو وروستۍ او ۴۵مه سیالي نن د کوربه هند او هالنډ ترمنځ پیل شوې ده.
هند توپوهنه وکړه او د ۴ وېکټو په سوځېدو سره په ۵۰ اورونو کې یې ۴۱۰ منډې وکړې.
دا لومړی ځل دی چې هند په دې نړیوال جام کې تر ۴۰۰ زیاتې منډې کوي.
هالنډ اوس توپوهنه کوي او د ۴ لوبغاړو په سوځیدو یې په ۳۰ اورکې یې ۱۳۵منډې کړې دي.
هند په دې نړیوال جام کې لا هېڅ لوبه نه ده بایللې او لومړنۍ لوبډله وه چې نیمه پایلوبې ته یې لار پیدا کړې وه.
هند به سبا د نومبر په ۱۳مه نېټه د نیوزیلینډ پر وړاندې د ممبي ښار په وانکيډي لوبغالي کې نیمه پایلوبه ولوبوي.
دویمه نیمه پایلوبه به د نومبر په ۱۶مه نېټه د اسټرالیا او جنوبي افریقا ترمنځ ترسره شي.
پایلوبه د نومبر په ۱۹مه نېټه د احمداباد ښار په نریندر مودي لوبغالي کې ترسره کیږي.