عقرب 21, 1402 10:29 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوال جام؛ پاکستان له انګلنډه  په ماتې خوړلو له نیمه پای لوبې هم پاتې شو

د کرکټ نړیوال جام په ۴۴ سیالۍ کې نن د انګلنډ ملي لوبډلې د پاکستان لوبډلې ته په ۹۳ منډو ماته ورکړه چې له دې سره د پاکستان نیمه پای لوبې ته د تلو ارمان پوره نه شو.

د کوربه هند د کلکتې په ایډنز ګارډن کې انګلنډ پچه وګتله او د توپ وهنې پریکړه یې وکړه او د نهو ویکټو په زیان ۳۳۷ منډې جوړې کړې.

په مقابل کې پاکستان تر ۴۳. ۲ اور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۴۴ منډې جوړې کړې او لوبه یې وبایلله.

پاکستان نیمه پایلوبې ته د تلو لپاره باید د انګلنډ هدف په ۶.۴ اورونو کې ترلاسه کړی وی.

دا ناممکن کار ترسره نشو او په نړیوال جام کې یې سفر هم پای ته ورسید.

د انګلنډ توپ وهونکو کې بین ستوک ۸۴، جو روټ ۶۰ او جوني بریسټو ۵۹ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

پاکستاني توپ اچوونکو حارث روف او محمد وسیم درې درې ویکټي، شاهین اپریدي دوه او افتخار احمد یوه ویکټه واخیسته.

پاکستانې توپ وهونکو کې سلمان علي اغا ۵۱، بابر اعظم ۳۸ او محمد رضوان ۳۶ تر ټولو ډېرې منډې وکړې.

د انګلنډ توپ اچوونکو ډویډ والي ۳ ویکټې، عادل رشید، ګس اتکینسون او معین علي دوه دوه ویکټې او کریس ووکس یوه ویکټه واخیسته.

په نړیوال جام کې دا د دواړو هېوادونو نهمه لوبه وه، پاکستان څلور او انګلنډ له نن سره درې لوبې وګټلې.

د کرکټ نړیوال جام نومورو له مخې پاکستان پنځم او انګلنډ اووم ځای لري.