د بدن جوړنې (باډي بلډنګ) نړیواله سیالي؛ افغان لوبغاړي محمد ایوب عظیمي دویم مقام وګاټه
عقرب 21, 1402 09:59 Asia/Kabul
محمدایوب اعظمي په باډي بلډنګ یا بدن روزنه کې د نړۍ دوهم مقام وګاټه.
د افغانستان د بدني روزنې ملي فدراسیون وايي، افغان لوبغاړي محمدایوب اعظمي نن (شنبه) د بدني روزنې د مسابقو په څوارلسم پړاو کې، چې په جنوبي کوریا کې روانې دي، د سپینو زرو میډال وګوټ.
اعظمي، چې سل کیلو وزن لري، له سیالۍ وروسته ازادي راډیو ته وویل چې د دې میډال ویاړ د خپل ولایت، هرات اوسیدونکو ته ډالۍ کوي.
ده همداراز وویل چې په هرات کې د زلزلو له کبله یې په سخته تمرین کاوه او شپه به یې په موټر کې تېروله.