افغان لوبډلې سوېلي افریقا ته ۲۴۵ منډې هدف ور کړ
عقرب 20, 1402 10:39 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې د خپلې توپوهنې پاڼۍ بشپړه کړه او ۲۴۴ منډې یې وکړې.
افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۴۴ منډې وکړې.
په افغان لوبغاړو کې عظمت الله عمرزي ۹۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د افغانستان او سوېلي افریقا دا سیالي د هند په احمد اباد ښار کې روانه ده.