عقرب 20, 1402 10:10 Asia/Kabul
  • د نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان او جنوبي افریقا  ترمنځ سیالي روانه ده

د کرکټ په نړیوال جام سیالیو کې نن د افغانستان او جنوبي افریقا لوبډلې له یو بل سره مخامخ دي.

د دې سیالۍ، چې د هند په احمداباد لوبغالي کې روانه ده، پچه افغان لوبډلې ګټلې او لومړی یې بېټېنګ یا توپوهنه غوره کړې ده.

د افغانستان څلور لوبغاړي رحمان الله ګوربز، ابراهیم ځدراڼ ،کیپتان حشمت الله شهیدي او رحمت شاه ژر وسوځېدل او دا مهال د عظمت الله عمرزي او اکرام علي‌خېل ترمنځ ملګرتیا روانه ده.

د جنوبي افریقا لوبډله نیمه پایلوبې ته وتلې او اوس په جدول کې له هنده وروسته دوهم ځای لري.تر دې دمه د افغانستان لوبډلې په ۲۴.۴م اور کې د ۴ لوبغاړو له سوځېدو وروسته ۹۹ منډې کړې دي.