د کرکټ نړیوال جام؛ انګلنډ د هالنډ لپاره 340 منډې هدف وټاکه
عقرب 18, 1402 12:13 Asia/Kabul
د نړیوال جام په ۴۰ سیالۍ کې نن د انګلنډ او هالنډ ملي لوبډلې سره مخ دي.
د انګلنډ کپتان جوز بټلر د پچې ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه او په ۵۰ اورونو کې یې د نهو ویکټو په زیان سره ۳۳۹ منډې جوړې کړې.
د انګلنډ لوبډه کې بین سټاکس د ۱۰۸ منډو جوړولو سره تر نورو ښه وځلېد. نوموړي دغه منډې په ۸۴ بالونو سره پوره کړې چې شپږ چکې او شپږ شپږیزې هم پکې دي.
دا لوبه د کوربه هند په پونه ښار کې روانه ده.
انګلنډ د کرکټ د تېر جام د مدافع په توګه او همدارنګه هالنډ په سږني جام کې ښه ونه ځلېدل.
د سږني جام د نومرو له مخې هالنډ نهم او انګلنډ لسم ځای لري.