د کرکټ نړيوالې شورا د توپ وهونکو په تازه ډلبندۍ کې شوبمن ګېل لومړی مقام خپل کړ
د کرکټ نړۍوالې شورا د توپ وهونکو په تازه ډلبندۍ کې شوبمن ګېل له پاکستاني بابر اعظم څخه لومړی مقام ونیو.
د کرکټ نړۍوالې شورا د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو په دغه ډلبندۍ کې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ دوولسم مقام ته لوړ شوی دی.
د کرکټ د نړۍوالې شورا له لورې د یو ورځنیو لوبو د توپ وهونکو ډلبندي د چهار شنبې په ورځ د (لړم په ۱۸مه) اعلان شوه.په دغه ډلبندۍ کې د هند د کرکټ د ملي لوبډلې غړی شوبمن ګېل د شورا له لورې په لومړي مقام اعلان شوی.تر دې وړاندې د یو ورځینو لوبو په ډلبندۍ کې پر لومړي مقام د پاکستان د کرېکت د لوبډلې لوبډلمشر بابر اعظم ولاړ و.د کرکټ د نړۍوالې شورا د یو ورځینو لوبو د توپ وهونکو په دغه تازه ډلبندۍ کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې پیلیز توپ وهونکی ابراهیم ځدراڼ دوولسم مقام ته ورسېد.ښاغلی ځدراڼ له اسټرالیا سره د پرونۍ ښې لوبې وروسته په دغه تازه اعلان شوې ډلبندۍ کې اووه قدمه مخته ولاړ .خو رحمان الله ګربز بیا د یو ورځینو سیالیو په روان نړۍوال جام کې کوم د پام وړ توپ وهنه نه ده کړې او نوموړی په دغه ډلبندۍ کې دوه درجې شاته تللی.د کرکت د نړۍوالې شورا د ډلبندۍ په لړ کې رحمت شاه زرمتی یوه درجه، نجیب ځدراڼ دوه درجې او حشمت الله شاهدي دوه درجې ښکته تللي دي.