د نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان له جنوبي افریقا سره سیالي کوي
عقرب 18, 1402 10:59 Asia/Kabul
د کرکټ د پنځوس اوریزو سیالیو د نړیوال جام په لړ کې افغان لوبډله خپله نهمه سیالي له جنوبي افریقا سره کوي.
دغه سیالي د افغانستان په وخت ماسپښين یوه بجه د هند په احمد اباد ښار کې ترسره کېږي.
افغانستان د دغه جام په لوبو کې تراوسه ۴ لوبې ګټلي او ۴ نورې یې بایللي دي.
افغان لوبډلې د پاکستان، انګلستان، سریلانکا او هالند لوبډلې ماتې کړي خو هند، نیوزلنډ بنګلهدېش او اسټرالیا ته یې لوبې بایللي دي.