د کرکټ نړیوال جام؛ اسټرالیا افغانستان ته ماتې ورکړه
عقرب 17, 1402 10:11 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوال جام په ۳۹مې سیالۍ کې اسټرالیا وکړای شول چې د ۳ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړي.
د کرېکټ د نړۍوال پنځوس اوریز جام په ترڅ کې افغانستان له خپلې سیالې لوبډلې اسټرالیا سره مخامخ شو، چې اسټرالیا د افغانستان له خوا ورکړل شوی ۲۹۲ هدف د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴۷ اورونو کې پوره کړ.
د اسټرالیا له خوا ګلین مکسویل په ۱۲۸ بالونو ۲۰۱ منډې وکړې او ناسوځېدلی پاتې شو، نوموړی د لوبې غوره لوبغاړی وبلل شو، چې ۲۱ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې یې وهلې وې.
میکسویل د دې سیالۍ د غوره او اغېزناک لوبغاړي جایزې وګټلې.
افغانستان به د راتلونکې جمعې په ورځ له سویلي افریقا سره سیالي کوي او دا مهال په شپږم مقام کې ځای لري.
باید وویل شي چې اسټرالیا تر هندوستان او سویلي افریقا وروسته درېیمه لوبډله شوه چې نیمه پایلوبې ته لار پیدا کوي.