افغان لوبډلې اسټرالیا ته ۲۹۲ منډې هدف وټاکه
عقرب 17, 1402 10:05 Asia/Kabul
د کرکټ نړیوال جام په ۳۹مې سیالۍ کې افغانستان د ۵ وېکټو په تاوان په پنځوس اورونو کې اسټرالیا ته د ۲۹۲ منډو هدف ورکړ.
افغان لوبډلې د پچې ګټلو سره توپ وهلو ته مخه کړه او د ټولو اورونو په لووبو او پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۲۹۱ منډې وکړې.
په افغان لوبغاړو کې ابراهیم ځدران د ۱۲۹ منډو په جوړولو سره ښه وځلېد.
دغه راز راشدخان ۳۵ ناسوځېدلې او رحمت شاه ۳۰ منډې وکړې.
د اسټرالیا لپاره په توپ اچونه کې یوازې جاش هازلیووډ ۲ لوبغاړي وسوځول او نورو توپ اچونکو یې یوه یوه وېکټ واخیسته.