ابراهیم ځدراڼ په لومړي ځل نړیوال جام کې سلیزه وکړه
عقرب 17, 1402 09:59 Asia/Kabul
د افغانستان د کرکټ پيلیز لوبغاړي ابراهیم ځدراڼ د اسټرالیا پر وړاندې روانه سیالۍ کې تاریخ جوړ کړ.
ځدران لومړنی افغان توپوهونکی شو چې د کرکټ په پنځوس اوریز نړیوال جام کې یې سلیزه ووهله
د افغانستان کرېکټ بورډ د مالوماتو له مخې تر دې مخکې ابراهیم ځدران په نړیوالو یو ورځنیو سیالیو کې څلور سلیزې کړې او له نننۍ سره پنځه شوې.
د کرېکټ نړیوال جام ۳۹ سیالۍ د اسټرالیا په مقابل کې د افغان لوبډلې په توپ وهلو پیل شوه.
دا لوبه د ممبيي په وانکیدا لوبغالي کې روانه ده.