عقرب 16, 1402 09:58 Asia/Kabul
  • نړیوال جام؛ افغانستان له اسټرالیا سره لوبه کوي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال حام د لوبو په لړ کې نن د اسټرالیا لوبډلې سره د لوبې ډګر ته ښکته کېږي.

دا لوبه د کابل پهوخت ماسپښین یوه بجه د ممبي ښار د کرکټ په سټډیوم کې ترسره کېږي

د ملي لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي نننۍ لوبه ډېره مهمه بللې او ویلي یې دي چې دوی به د یوه ټیم په توګه خپلو هڅو او مبارزو ته دوام ورکړي.

افغانستان په خپلو وروستیو څلورو لوبو کې د انګلینډ، پاکستان، سریلانکا او هالنډ په ماتولو سره د نړیوال جام د لوبو په جدول کې شپږم ځای خپل کړ.

افغان لوبډله نیم پایلوبې ته د رسېدو لپاره باید نن اسټرالیا ته ماتې ورکړي او د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا څخه خپله بله لوبه هم وګټي.