عقرب 15, 1402 10:27 Asia/Kabul
  •  د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ هند جنوبي افریقا ته ماتې ورکړه

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې هند نن جنوبي افریقا ته د ۲۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

هند د ۵ لوبغاړو په سوځیدو سره جنوبي افریقا ته د ۳۲۷ منډو هدف ټاکلی و، خو جنوبي افریقا د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره یوازې ۸۳ منډې وکړې.

هند چې د دې جام کوربه دی، د جډول په سرکې ځای لري او هیڅ یوه لوبه یې تراوسه نده بایللې.

ټاکل شوې چې سبا بنګله دېش له سریلانکا سره د سیالۍ ډګرته ووځي.

په دې جام کې د افغانستان اتمه لوبه د راتلونکې سې شنبې په ورځ له استرالیا سره ده. افغانستان څلورلوبې ګټلي او درې یې بایللي دي.