د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ نن سریلانکا او بنګلهدېش سیالي لري
عقرب 15, 1402 10:25 Asia/Kabul
د کرکټ د پنځوس اوریزو لوبو د نړیوال جام په اته دېرشمه سیالۍ کې نن د سریلانکا او بنګلهدېش لوبډلې د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
دغه لوبه د نوي ډیلي په لوبغالي کې د افغانستان په وخت د ماسپښین یوه بجه پیلېږي.
افغانستان په دې جام کې سبا سه شنبه له اسټرالیا سره مخامخېږي.
افغانستان تراوسه په نړیوال جام کې ۷ لوبې کړي چې څلور یې ګټلي او درې هغه یې بایللي دي.