عقرب 14, 1402 12:13 Asia/Kabul
  • رګبي لوبې؛ د افغانستان ملي لوبډلې  د قزاقستان پر وړاندې ماتې وخوړه

په قطر کې د آسیايي جام د سیالیو په لړۍ کې د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې پرون د قزاقستان پر وړاندې ماتې وخوړه.

د هېواد د رګبي لوبډلې په دې لړۍ کې درې لوبې وکړې.

په لومړۍ لوبه کې یې هند ته اوه د پنځو پر وړاندې ماتې ورکړه، له ازبکستان سره پنځه پنځه مساوي شوه خو بېګا یې د قزاقستان پر وړاندې پنځه د ۳۴ پر وړاندې ماتې وخوړه.

د افغانستان د رګبي ملي لوبډلې تېرکال د دې جام دوهم مقام ګټلی و، خو په فاینل لوبه کې یې د سنګاپور پر وړاندې ماتې وخوړه.

د رګبي د آسیايي جام لوبې د نوامبر په دریمه په دوحه کې بیل شوې او پرون پای ته ورسېدې.