عقرب 13, 1402 11:30 Asia/Kabul
  •  د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛  افغانستان هالنډ ته ماتې ورکړه

د کرکټ په نړیوال جام کې د جمعې په ورځ نومبر درېیمه (لړم ۱۲) افغانستان هالنډ ته د اوو ویکټو په توپیر ماتې ورکړه.

هالنډ یا نیدرلینډ ټولو لوبغاړو په سوځېدو په ۴۷ اورونو کې ۱۷۹ منډې وکړې.

یادې لوبډلې ته سېبرن اینجیل ښه ولوبېد چې ۵۸ منډې یې وکړې.

د هالنډ په توپوهونکو کې نن څلور لوبغاړي رن اوټ شول.

په افغان توپ اچونکو کې محمدنبي ۳، نور احمد۲ او مجیب الرحمت یوه وېکټ واخېسته.

د افغانستان په لوبغاړو کې رحمت شاه او حشمت الله شهیدي پنځوسیزې وکړې او په دې سره یې د هالنډ لوبډلې ته ماتې ورکړه.

دا د کرکټ په نړیوال جام روانو سیالیو کې د افغانستان څلورمه بریا ده.

افغانستان له دې مخکې انګلستان، پاکستان، سریلانکا ته هم ماتې ورکړې ده.