عقرب 08, 1402 10:30 Asia/Kabul
  • نړیوال جام؛ افغانستان خپله شپږمه لوبه نن له سریلانکا سره کوي.

د کرکټ نړيوال جام کې د افغانستان او سریلانکا تر منځ مهمه سيالي نن د کابل پر وخت یوه بجه د هند په پونې لوبغالي کې ترسره کېږي.

افغانستان تر دې دمه په نړیوال جام کې پنځه لوبې کړې دي او دوې یې ګټلې دي. سریلانکا هم همدومره لوبې کړې او همدومره یې ګټلې دي.

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی جاناتن ټرووټ له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې له سريلانکا سره لوبې ته به له ښه پلان سره میدان ته ښکته کېږي.

د کرکټ نړيوال جام د جدول له مخې افغانستان اوسمهال په اووم نمبر دی که د لومړي پړاو سياليو کې د سر په اتو لوبډلو کې راشي، د راتلونکې چمپينز ټرافۍ سياليو ته به لار ومومي.

د نړیوال جام سیالیو په دوام کې پرون د هند لوبډلې په ۱۰۰ توپونو د انګلستان ټیم ته ماتې ورکړه.