د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغان لوبډله سبا سریلانکا سره لوبېږي
عقرب 07, 1402 12:13 Asia/Kabul
ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ د نړیوال جام د لوبو په لړۍ کې سبا دوشنبه له سرېلانکا سره د لوبې ډګر ته ننوځي.
لوبه د کابل په وخت د ماسپښین په دولس بجو پیلېږي.
دا لوبه به په نړیوال جام کې د افغانستان شپږمه لوبه وي.
افغانستان تردې دمه ۵ لوبې کړي چې ۳ یې بایللي خو په دوو کې یې د انګلستان او پاکستان ځواکمنو لوبډلو ته ماتې ورکړې ده