عقرب 07, 1402 12:07 Asia/Kabul
  • فوټبال؛  ریال ماډریډ بارسولونا ته ماتې ورکړه

د هسپانیې د لالیګا په لیګ کې نن د فوټبال د دوو مخکښو کلبونو بارسولونا او ریال ماډریډ ترمنځ سیالي ترسره شوه چې ماډریډ وګټله.

سیالي د بارسولونا په کوربتوب ترسره شوه چې دوه د یو په مقابل کې ریال ماډریډ وګټله.

د ماډریډ لوبډلې لپاره دواړه ګولونه جوډ بالینګهم ووهل او بارسولونا ته یوازینی ګول ایلکای ګونډیګان ترسره کړ.

د دې سیالۍ تر ګټلو وروسته ریال ماډریډ د نومرو په جدول کې اول مقام ته ورسېده او بارسولونا په درېیم مقام کې قرار لري.