کرکټ نړیوال جام؛ اسټرالیا نوي زیلنډ ته ماتې ورکړه
عقرب 07, 1402 12:02 Asia/Kabul
د کرېکټ نړیوال جام په ۲۷مې سیالۍ کې نن اسټرالیا د پنځو منډو په توپیر له سیالې لوبډلې نوي زیلنډ لوبه وګټله.
د هند د هماچل پردېش ایالت په درمشالا لوبغالي کې اسټرالیا د پچې په ګټلو سره د توپ وهلو پرېکړه وکړه، خو ټول لوبغاړي یې په ۴۹.۲ اور کې د ۳۹۸ منډو جوړولو سره وسوځېدل.
په مقابل کې یې نوي زیلنډ د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۵۰ اورو کې ۳۸۳ منډې جوړې او لوبه یې د ۵ مڼډو په توپېر سره وبایله.
دا په روان نړیوال جام کې د اسټرالیا دویمه لوبه ده چې ګټي یې.