د کوریا پر وړاندې د افغان ورزشکارانو بری
عقرب 07, 1402 11:48 Asia/Kabul
د کډو هنرونو رزمي افغان لوبغاړي عبدالعظیم بدخشي تېره شپه د هند په اتراپردېش ایالت د نیوډا په لوبغالي کې د سیالۍ قفس ته ننوت.
نوموړي د سیالۍ د لومړي پړاو په لومړنیو ثانیو کې د سویلي کوریا "هي جین پارک" ته د کلکو سوکونو په ورکولو سره نیک اوټ کړ او په «ایم ایم اې» سیالیو کې یې خپل یوولسم بری ثبت کړ.په ازادو سیالیو کې د سوېلي کوریا د "هي جین پارک" دا څلورمه ماتې وه.عبدالعظیم بدخشي د سوېلې اسیا د ازادو سیالیو (ایم ایم اې) کې په لومړي مقام کې ځای لري او په دې سیالۍ کې یې د دغه مقام د ساتلو او د خپلو بریو د زیاتولو هڅه وکړه.بدخشي خپل دغه بری د افغانستان په لوېدیځ کې زلزله ځپلو ته ډالۍ کړ.تیره ورځ د افغانستان د نورو خپلواکو مبارزو اتل احمد ولي هوتک په دوهم پړاو کې خپل قزاقستاني حریف ته "ماته ورکړه" او د روسیې په سیالیو کې یې بریا خپله کړه.