عقرب 07, 1402 11:36 Asia/Kabul
  • افغان کرکټ بورډ: نن په ننګرهار کې د غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ پیل شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ تازه په خپله اېکس پاڼه لیکلي دي چې، د دغه بورډ کورني کرېکټ څانګې اړوند د زونونو په کچه غازي امان الله خان لېسټ اې سیالۍ نن د ننګرهار ولایت په غازي امان الله خان لوبغالي کې پیل شوې

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي، په یادو سیالیو کې به د هیواد له پنځو زونونو څخه پنځه منتخبې لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کړي.د دغو سیالیو لومړۍ لوبه نن د مس عینک زون او امو زون لوبډلو تر منځ تر سره کیږي.د کرېکټ بورډ مسولان وايي، یادې سیالۍ د کورني کرېکټ د ودې له پاره خورا ګټوري دي.