عقرب 02, 1402 15:21 Asia/Kabul
  • د فیصل شایسته په ګډون پنځو نورو لوبغاړو د افغانستان فوټبال فدراسیون تحریم کړ

د هېواد د فوټبال ملي لوبډلې کپتان فیصل شایسته ویلي چې د افغانستان فوټبال فدراسیون کې د فساد له امله نور نه غواړي په ملي لوبډله کې لوبې وکړي.

شایسته په خپله فیسبوک پاڼه کې ادعا کړې چې د افغانستان د فوټبال فدراسیون چارواکي د لوبغاړو پیسې «جیب کې اچوي».

فیصل شایسته ادعا کوي، چې د هېواد د فوټبال فدراسیون ډېری کارکوونکو معاشونه نه دي اخیستي؛ خو مسوولانو یې د ملي لوبغاړو د ۳۰ زرو ډالرو ډالۍ حیف‌میل کړي.

ذوالفقار نظري، رحمت اکبري، نجم حیدري، امید پوپلزی او عمران حیدري د هېواد د فوټبال د ملي لوبډلې له نورو لوبغاړو څخه دي چې پرېکړه یې کړې ده، څو نور به د افغانستان لپاره نه لوبېږي.

د فوټبال فدراسیون تر اوسه د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.

یاد لوبغاړي په داسې حال کې له ملي لوبډلې وځي چې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله به روانه میاشت د نړۍوال جام د غوراوي سیالیو په دویم پړاو کې د قطر او کویټ له لوبډلو سره مخامخ شي.