عقرب 02, 1402 11:33 Asia/Kabul
  • ‌د پاکستان پر وړاندې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې بریا وروسته غبرګونون

کرېکټ نړۍ مشهورو ستورو، د لویو لوبډلو روزونکو او سیاستوالو د پاکستان په وړاندې د افغانستان د تاریخي بري په اړه تبصرې کړې، چې دې کار د پاکستان خپګان نور هم زیات کړی دی.

پاکستان ته په ماتې ورکولو سره افغان لوبډلې په خپل لوبیز تاریخ کې په نړیوال جام کې خپل دویم بری ثبت کړ.

د افغانستان یو شمېر پخوانیو سیاستوالو له هغې ډلې محمد اشرف غني، حامدکرزي، عبدالله عبدالله او میرویس عزیزي  د پاکستان پر وړاندې بریا تاریخي بللې او د دغه لوبډلې د راتلونکو لوبو د بریا هیله یې کړې ده.

هندي کرېکټر عرفان پټان په لوبغالي کې دا بری له راشد خان سره په نڅا او ګډا ونمانځله.

په پاکستان کې بیا د دغه هېواد د قامي اسمبلۍ د دوو پخوانیو غړو علي وزیر او محسن دوړ په ګډون یو شمېر کسانو افغانستان ته د دې بریا مبارکي ویلې.‌

د سرپرست حکومت مشرتابه هم د ارګ په ایکسپاڼه د مبارکۍ تر څنګ لیکلي چې دې لوبې وښوده افغان ځوانان په هر ډګر کې وړتیاوې لري او بریا خپلولی شي.

د ابراهیم ځدراڼ لخوا هغو افغان کډوالو ته د لوبې د غوره جایزې په نوم کېدل وو، چې په دې وروستیو کې په زور له پاکستانه ایستل شوي دي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د پاکستان د ۲۸۳ منډو هدف یواځې د دوو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.