د کرکټ پنځوس اووره نړیوال جام؛ افغانستان او پاکستان نن د لوبې ډګر ته ښکته کېږي
عقرب 01, 1402 11:32 Asia/Kabul
دغه لوبه به نن د کابل په وخت د ماسپښین یوه بجه د چینای په چیدمبرام لوبغالي کې پیل شي.
دا د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې چې هند یې کوربه دی، د افغانستان پنځمه لوبه ده.
دغه لوبه د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه پیلېږي.
له دې مخکې افغانستان له انګلستانه لوبه ګټلې او بنګلهدېش، هند او نیوزیلنډ ته بایللي دي.
د افغانستان بله لوبه به د اکټوبر په دېرشمه له سریلانکا سره وي.