عقرب 01, 1402 11:22 Asia/Kabul
  • د کرکټ پنځوس اووره نړیوال جام؛   هندوستان نیوزیلینډ ته ماتې ورکړه

د کرکټ د نړیوال جام په روانو سیالیو کې هند د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۲۲ (تلې۳۰) په خپلې پنځمې لوبې کې نیوزلنډ ته ماتې ورکړه.

په سره هندوستان په پرله پسې توګه خپله ۵مه سیالي هم وګټله او د نومرو په جدول کې یې اول مقام ونیو.

د یاد نړیوال جام په ترڅ کې ۲۱مه سیالي د کوربه هند او نیوزیلینډ ترمنځ په درمشالا کې ترسره شوه چې هند د ۴ ویکټو په توپیر وګټله.

نیوزیلینډ ته د هند له لوري د توپوهنې بلنه ورکړل شوې وه چې یادې لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ټاکل شویو اورونو کې د ۲۷۴ منډو هدف ټاکلی و.

مخکښ منډه جوړونکی یې ډیرل میچل و چې ۱۳۰ منډې یې کړې وې.

هندوستان ته بیا محمد شامي ۵ لوبغاړي وسوځول او د نن سیالۍ غوره لوبغاړي هم وټاکل شو.

هندوستان هدف د ویرات کولي پرمټ په ۴۸م اور کې پوره کړ. کولي په ۹۵ او روحیت شرما په ۴۸ منډو وسوځیدل، خو رویندر جدیجا بیا په ۳۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

ټاکل شوې چې ۲۲مه سیالي سبا د افغانستان او پاکستان ترمنځ ترسره شي.