د کرېکټ نړیوال جام سیالیو لړۍ؛ نن ټاکل شوې چې په یوه ورځ دوې لوبې ترسره شي.
میزان 29, 1402 10:58 Asia/Kabul
لومړۍ یوه د سریلانکا او هالنډ ترمنځ او دویمه یوه د جنوبي افریقا او انګلستان د لوبډلو ترمنځ ده
هالنډ تر اوسه له درېیو لوبو دوې بایللې یوه یې ګټلې ده
خو سریلانکا بیا درې لوبې کړې دي چې درې واړه یې بایللې دي
جنوبي افریقا هم درې لوبې کړې دي، چې یوه بایللې او دوې یې ګټلې دي او انګلستان درې لوبې کړې دي، چې یوه یې ګټلې او دوې یې بایللې دي.
د پنځوسو اورونو دا نړیویوال جام د اکتوبر په پنځمه په هند کې پیل شوی چې پایلوبه به یې د نومبر په نولسمه ترسره شي.