میزان 29, 1402 10:33 Asia/Kabul
  • د کرکټ پنځوس اوریزه نړیوال جام؛   د پاکستان او اسټرالیا سیالي پیل شوه

د کرکټ نړیوال جام ۱۸مه سیالي نن د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ پیل شوه.

سیالي د هند په بنګلور ښار کې د کابل پر وخت د ورځې یوه بجه پیل شوې ده.

پاکستان پچه ګټلې او د توپ اچونې پرېکړه یې کړې ده.

دا د دواړو لوبډلو څلورمه سیالي ده.

پاکستان تر دې دمه دوه سیالۍ ګټلي او یوه یې بایللې چې د نومرو په جدول کې څلورم مقام لري.

اسټرالیا بیا په درېیو سیالیو کې یوه ګټلې او دوه یې بایللي چې د نومرو په جدول کې په شپږم مقام کې دي.