چین فضا ته د یوې سپوږمکۍ له استولو خبر ورکړی دی
میزان 27, 1402 10:02 Asia/Kabul
چین د علمي څيړنو تر سره کولو لپاره فضا ته د یوې سپوږمکۍ له استولو خبر ورکوي.
چیني چارواکو اعلان وکړ چې دا سپوږمکۍ یې د دې هیواد له شمال لویدیځ څخه توغول شوي او ماموریت یې هم پر ځمکې څارنه او په ځمکه کې د طبیعي ناورین وړاند وینه ویل شوې ده.
د چین د تکنالوژۍ او فضايي علوم شرکت د دې سپوږمکۍ لیږد بریالی ویلی او په راتلونکې کې یې فضا ته د نورو څیړنیزو سپوږمکیو له استولو خبر ورکړی دی.