میزان 27, 1402 09:47 Asia/Kabul
  • کرکټ نړیوال جام؛ نیوزیلنډ له افغانستانه لوبه د ۱۴۹ منډو په لوی توپیر وګټله

افغانستان د کرکټ د ۲۰۲۳ کال په روان نړیوال جام کې خپله درېیمه لوبه په نیوزلنډ باندې د ۱۴۹ منډو په توپیر سره وبایلله.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د پنځوس اوریزو لوبو په نړیوال جام کې چې هند یې کوربه دی، پرون چهارشنبې خپله څلورمه لوبه نیوزیلنډ ته بایلوده.

د نیوزیلنډ لوبډلې په دغې لوبه کې افغان لوبغاړو ته د ۲۸۹ منډو هدف وټاکه، خو افغان لوبډلې ونه شوای کولای چې دغه هدف پوره کړي او په ۳۵ اور کې يې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې جوړې کړې.

افغان لوبډلې تراوسه په دغه نړیوال جام کې یوازې انګلستان ته ماتې ورکړې، خو بنګله‌دېش او هند ته یې هم خپلې لوبې بایللي دي.

په دې جام کې د افغانستان بله لوبه د راتلونکې دوشنبې په ورځ له پاکستان سره ده.

نن هم د بنګله‌دېش او انګلستان ترمنځ لوبه ده چې د کابل په وخت د ورځې په یوه بجه پیلېږي.