میزان 25, 1402 14:22 Asia/Kabul
  • کرېکټ په لومړي ځل   په المپیک سیالیو کې شامل شو

د کرېکټ نړیوالې شورا وېبپاڼې د دې شورا د مشر په حواله د اولمپیک کمېټې پر دې فیصله خوشحالي ښودلې چې د ۲۰۲۸ کال په المپیک سیالیو کې به کرېکټ هم شمامل وي.

دا اولمپیک د ۲۰۲۸ کال سیالۍ د متحده ایالاتو به لاس انجلس ښار کې کېږي.په دغو سیالیو کې د کرېکټ شاملېدو غوښتنه تېره اونۍ شوې وه.

د المپیک نړیوالې کمیټې دغه پرېکړه پرون د هند په ممبۍ ښار کې په ۱۴۱مه ناسته کې تصویب کړه.له ۱۹۰۰م میلادي کال را هیسې چې اولمپیک لوبې پیل شوې اول ځل کرېکټ د دې سیالیو برخه ګرځي چې (آی سي سي) يې لویه لاسته راوړنه بولي.د کرېکټ نړیوالې شورا مشر ګریګ بارکلي ویلی «موږ خوښ یو چې د ۲۰۲۸ المپیک سیالیو کې د کرېکټ لوبې شاملې شوې او موږ ته يې په المپیک سیالیو کې د ځلېدو چانس برابر کړ، موږ هیله لرو چې د المپیک ډیرې لوبې ترسره شي.»د هند پخوانۍ لوبډلمشرې او د خپل وخت مخکښې ښځینه منډې جوړونکې میتالي راج، د دې پرېکړې په هکله وایي: «دا ډیره په زړه پورې ده چې کرېکټ اوس د المپیک برخه شوه او په LA28 المپیک لوبو برخه به وي»د هغې په خبره، لوبغاړي به د المپیک د سرو زرو مډال لپاره ښې سیالۍ نندارۍ ته وړاندي کړي. او همدارنګه دا د نړۍ د نورو مینه والو لپاره هم یو فرصت دی چې زموږ په زړه پورې سپورت لوبو د لیدو څخه خوند واخلي.راتلونکو اولمپیک لوبو کې د کرېکټ په ګډون پنځه نورې لوبې هم شاملې شوې دي.د کرېکټ نړیوالې شورا د چارواکو په خبره راتلونکې اولمپیک لوبې به پر تلویزون، ډیجیټل او نورو رسنیو له لارې تر درې میلیارډو مخاطبان ولري.