میزان 25, 1402 11:58 Asia/Kabul
  •  میدان وردګ کې د پهلوانۍ سیالۍ؛  د پهلوانۍ لوبغاړو د انتخاب لپاره سیالۍ پیل شوي

په میدان وردګ ولایت کې د پهلوانۍ لوبغاړو د انتخاب لپاره سیالۍ پیل شوي دي.

د سپورټ امریت مسوولان وايي، په دغه سیالیو کې د ولایت د ټولو ولسوالیو او مرکز څخه ۱۵۰ پهلوانانو ګډون کړی دی.

بلخوا لوبغاړي هم خوشحال دي، خو وايي، که يې چارواکي مالي ملاتړ وکړي نو په نړۍ کې به ریکارډونه جوړ کړي.