میزان 25, 1402 11:55 Asia/Kabul
  • د کرکټ نړیوال جام؛ د سریلانکا او اسټرالیا ترمنځ لوبه روانه ده

د کرکټ د نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې ، د سریلانکا او اسټرالیا د ټیمونو ترمنځ لوبه روانه ده.

سریلانکا لومړی توپوهنه وکړه او د اسټرالیا ټیم لپاره یې د ۲۱۰ منډو هدف ټاکلی دی.

اسټرالیا تراوسه د درې لوبغاړو په سوځیدو سره په ۲۳ اورکې ۱۲۰ منډې کړي دي.

افغانستان چې پرون یکشنبې یې د انګلستان ټیم ته د ۶۹ منډو په توپیرماتې ورکړه، د چهارشنبې په ورځ به له نیوزیلنډ سره د سیالۍ ډګر ته راووځي.