افغانستان په کرکټ کې د تېر نړیوال جام اتل انګلنډ ته ماتې ورکړه
افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې خپل مهم او تاریخي بری بېګا شپه د انګلستان پر وړاندې په ثبت ورساوه.
دا د پنځوس اوریز نړۍوال جام په تاریخ کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې دویمه بریا ده.
په هند کې د پنځوس اوریزو سیالیو په نړۍوال جام کې افغان لوبډلې د انګلستان کرېکټ لوبډلې ته د ۶۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
انګلستان پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړه.
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ۴۹.۵ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۲۸۴ منډې جوړې کړې او خپل سیال ته یې د ۲۸۵ منډو هدف وټاکه.
په افغان لوبغاړو کې د ۸۰ منډو په کولو سره رحمان الله ګربز تر ټولو ډېرې منډې جوړې کړې، ورپسې اکرام علي خېل ۵۸ منډې وکړې.
تر دې مخکې افغان لوبډلې په دغه لوبغالي کې له کوربه هند هم ماتې خوړلې وه.
انګلنډ په روان نړۍوال جام کې خپله لومړۍ لوبه کې له نیوزیلېنډ ماتې خوړلې، خو دويمه لوبه یې له بنګله دېش ګټلې ده.
خو په روان نړۍوال جام کې افغانستان خپلې تېرې دوه لوبې بنګله دېش او هند ته بایلې وې او درېیمه لوبه یې وګټله.
دا د کرېکټ نړۍوالې شورا د ۲۰۲۳ نړۍوال جام ۱۳ لوبه ده.
د کرېکټ دا نړۍوال جام د اکټوبر پر پنځمه په هند کې پیل شو او د نومبر تر ۱۹ به روان وي.
په سږني جام کې د افغانستان، اسټرالیا، بنګله دېش، انګلنډ، هند، هالنډ، نيوزیلنډ، پاکستان، سوېلي افریقا او سریلانکا ملي لوبډلې ګډون لري.