میزان 24, 1402 10:47 Asia/Kabul
  • جانتن ټراټ: د انګلنډ په خلاف لوبه کې  د راشد خان رول مهم دی

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې روزونکی جانتن ټراټ وایي د انګلستان په خلاف د یکشنبې ورځې لوبه کې د افغانستان مشهور ورو توپ اچوونکي راشد خان نقش مهم دی.

سره لدې چې راشد خان د روان نړیوال جام سیالیو په دوو لوبو کې چې دواړه یې افغانستان بایللي، یوازې دوه لوبغاړي سوځولي او ۱۰۵ منډې یې ورکړي خو ښاغلی ټراټ وایي راشد خان په لوړې جذبې لوبه کوي او د یکشنبې د ورځې لوبې کې به یې نقش مهم وي.

هغه زیاته کړه، "هغه (راشد خان) د کارکردګۍ لپاره په ځان ډیر فشار راوړي خو دا د نورو هغو کسانو چې توپ یې په لاس کې دی، هم مسؤلیت دی چې د ګډوډۍ سبب شي او په انګلنډ یو څه فشار راوړي".

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکي وړاندې وویل چې نور افغان توپ اچوونکي هم باید هماغومره په لوړه کچه فعال وي لکه څومره چې په عادي توګه راشد خان وي.

افغانستان د ۲۰۲۳ نړیوال جام په سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه په بنګله دیش او دویمه یې په هند وبایلله. دریمه لوبه یې د انګلستان د لوبډلې سره ده.

جانتن ټراټ د شنبې په ورځ اکټوبر ۱۴ (تلې ۲۲) ومنله چې د افغانستان ملي لوبډله د ۷۰ او ۸۰ فیصدو تر منځ لوبه درک کوي او زیاتوي چې که دا لوبډله غواړي په نړیوال جام کې د لوبو بایلل بند کړي، باید "یوه اضافي وسیله" پیدا کړي.

افغانستان د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې د پنځوسو اورونو په نړیوال جام کې برخه واخیسته او یوازې یوه لوبه یې د سکاټلنډ څخه وګټله خو د ۲۰۱۹ نړیوال جام په سیالیو کې یې ټولې لوبې وبایللې.

د افغانستان روزونکي وویل همدا د ۲۰ څخه تر ۳۰ فیصدو پورې د لوبې نه درک کول د لوبې بایللو سبب کیږي.

جانتن ټراټ چې پخپله یې د انګلستان د ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی دی وایي چې د انګلستان د لوبډلې په خلاف په ښه توګه د لوبې پیل کول مهم دي.هغه همدرانګه وویل چې ددې سیالیو په پاتې لوبو کې هم باید د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نه یوازې په توپ وهنې بلکې په توپ اچوونکې هم لوبه په ښه توګه پیل کړي.

افغانستان د یو ورځني نړیوال جام په سیالیو کې دوه ځلې د انګلستان د لوبډلې سره مخ شوی چې دواړه لوبې انګلستان ګټلي دي.

انګلستان چې په ۲۰۱۹ کال کې یې د نړیوال جام اتلولي ګټلې، په روانو سیالیو کې خپله لومړنۍ لوبه له بنګله دیش وګټله خو دویمه یې په نیوزلینډ وبایلله.

تگ