د کرکټ نړیوال جام؛ افغانستان د انګلستان پر وړاندې سیالي کوي
میزان 23, 1402 10:59 Asia/Kabul
ټاکل شوې چې نن د پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې افغانستان خپله درېیمه سیالي د انګلستان پر وړاندې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې نن به افغان اتلان د افغانستان پر مهال د ماسپښين يوه بجه د نړیوال جام په ترڅ کې خپله دریمه لوبه د انګلستان ملي لوبډلې پر وړاندې د ډهلي په ارون جټلي کرکټ لوبغالي کې پیلوي.
افغانستان خپلې لومړنۍ دوه سیالۍ بنګله دیش او هندوستان ته په ډېر تفاوت بایللي او اوس د نومرو په جدول کې وروستي مقام لري.