د کرکټ نړیوال جام؛ نن هندوستان او پاکستان سیالي کوي
د کرکټ پنځوس اوریز نړیوال جام په ترڅ کې نن شنبه د اکتوبر په ۱۴مه نېټه کوربه هندوستان د پاکستان پر وړاندې سیالي کوي.
دا د روان نړیوال جام دولسمه سیالي ده او تر دې دمه د نیوزيلینډ ملي لوبډلې په پرله پسې درې سیاليو کې بریالۍ شوې او د نومرو په جدول کې مخکې ده.
افغانستان بیا هغه لوبډله ده، چې د نومرو په جدول کې په وروستي مقام کې ده.
د هند او پاکستان لوبډلو هم تر دې دمه خپلې لومړنۍ دواړه سیالۍ ګټلي دي، هندوستان د اسټرالیا او افغانستان لوبډلې ماتې کړي، پاکستان بیا نیدرلینډ او سریلانکا ته ماتې ورکړي دي.
د کرکټ په سیالیو کې د پاکستان او هندوستان لوبډلې مهم رقیبان شمېرل کېږي او همدې رقابتونو یې په ټوله نړۍ کې د لوبو مینوال زیات کړي دي.
هندي رسنیو ویلي چې د هند او پاکستان د شنبې ورځې سیالي به یو وار بیا لوبغالي ته د مینوالو د ورتلو له امله ریکارډ جوړ کړي.
د احمداباد په لوبغالي کې تر ۱۳۲ زرو پورې ننداره چیان ځاييږي او اټکل کېږي چې دا ځل لوبغالی په بشپړ ډول ډک وي.
د ویلو ده، چې د هوا د اټکل ادارو بیا په دې سیالۍ کې د ورښت اټکل هم کړی دی.