فوټسال؛ د افغانستان ملي لوبډلې له اندونیزیا سره لوبه مساوي کړه
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې له اندونیزیا سره لوبه مساوي کړه او د اسیا د ملتونو جام ته یو بل ګام هم ورنږدې شوه
د اسیا د فوټسال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې، د افغانستان او اندونیزیا د فوټسال ملي لوبډلې د دوشنبې په ماښام د سعودي عربستان په دمام ښار کې له یو بل سره مخامخ شوې او لوبه ۷-۷ په مساوي نتیجه پای ته ورسېده.
اندونیزیا، چې د اسیا په فوټسال کې پنځم مقام لري تر وروستیو دقیقو پورې له افغانستان څخه ۶-۳ شاته وه، خو په وروستیو پنځو دقیقو کې دغې لوبډلې وکولای شول چې لوبه ۷-۷ مساوي کړي.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله خپله وروستۍ لوبه د اکټوبر په ۱۱ مه نېټه د مکاو لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي او که افغانستان یې وګټي، سل په سلو کې د اسیا د ملتونو فوټسال اتلولي جام ته لار پیدا کوي.
په همدې حال کې د سعودي لوبډلې د مکاو لوبډلې ته ۹-۰ ماتې ورکړه او اوس د درې نمرو په لرلو سره د جدول په دریم ځای کې ده.
سعودي عربستان او اندونیزیا به خپله تر ټولو مهمه او وروستۍ لوبه د چهارشنبې په ورځ په ترسره کوي، چې ګټونکې لوبډله به له افغانستان سره د اسیا د فوټسال جام سیالیو ته لاره پیدا کړي.