نړیوال جام: هند استرالیا ته په شپږو وېکټو ماته ورکړه
د هند په چنای ښار کې د ۲۰۲۳ کال د کرېکټ د نړیوال جام په پنځمه لوبه کې کوربه هند استرالیایۍ لوبډلې ته په شپږو وېکټو په ۴۲ اور کې ماته ورکړه.
د استرالیا کپتان د پچې يا ټاس له ګټلو وروسته د تېرو څلور لوبو برخلاف خپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د خپلې پرېکړې په اړه هغه وویل٬ "پېچ وچ او بټېنګ لپاره ښه دی" خو د هغه پرېکړه استرالیا ته د منډو جوړولو په لړ کې سمه تمامه نه شوه او ټول ټیم یې د ۱۹۹ منډو جوړولو وروسته په پنځوسم اور کې وسوځېد.
د نننۍ لوبې لپاره د چینایی لوبغالي ته لوی شمېر کې هندیان راغلي وو.
دا د روان جام پنځمه لوبه وه. ټاکل شوې سبا د نیوزیلنډ او هالنډ ترمنځ لوبه وي.
د افغانستان دویمه لوبه د چارشنبې په ورځ ډیلي کې هند سره ده.
بلخوا د کرېکټ نړیوالې شورا یا ای سي سي د جام څلورمه لوبه کې چې د جنوبي افریقا او شریي لنکا ترمنځ وه د شري لنکا لوبډله په ټاکلي وخت کې د پنځوسو اورونو نه پوره کولو له امله جریمه کړې.
د دې پرېکړې له مخې د شري لنکا له ټیمه به د فیس له سلنې اخیستل کېږي. دا په روان نړیوال جام کې د خپل ډول لومړنۍ پرېکړه ده.
له پنځو لوبو وروسته نیوزیلند، پاکستان، بنګله دېش، جنوبي افریقا او هند جدول کې دوه دوه پواینټونه ترلاسه کړي دي.