په چین کې د اسيايي جام سیالیو 19م پړاو پای ته ورسېد
میزان 17, 1402 13:19 Asia/Kabul
د چين په هانګژو ښار کې د اسيايي جام نولسم پړاو په شاندارو مراسمو سره پای ته ورسېد.
د سیالیو تنظیموونکو دا یو له غوره جامونو وباله.
په دغو سیالیو کې د افغانستان شاوخوا ۸۰ لوبغاړو برخه اخیستې وه.
د چين صدراعظم لي که چيانګ په دغه مراسمو کې له نندارچيانو او ورزشکارانو څخه ډک حضور درلود.
د ٤٥ هېوادونو څه د پاسه دولس نيم زره لوبغاړو په ٤٠ سپورتي لوبو کې ګډون وکړ.
کوربه چین د مډالونو په ګټلو په ټوله اسیا کې لومړی مقام وګاټه.
په دې کې یواځې ۲۰۰ د سرو زرو مډالونه شامل دي.
جاپان دویم او جنوبي کوریا دریم مقام ګټلی.
افغانستان د کرکټ په لوبه کې د نقرې مډال وګاټه او د برنزو څلور مډالونه یې په تکواندو او ووشو کې وګټل.
په دې ترتیب افغانستان د ۴۵ اسیايي هېوادونو په ډله کې ۳۰م ځای خپل کړ. پاکستان ۳۱م مقام کې دی.