میزان 17, 1402 13:13 Asia/Kabul
  • د فوټسال لوبې؛ د افغانستان او اندونیزیا  لوبډلې سیالي لري

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د اندونیزیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون ویلي چې ټاکل شوې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن ماښام د اندونیزیا له لوبډلې سره د سیالۍ ډګر ته ښکته شي.

دغه سیالۍ چې د ۲۰۲۴ کال د اسیا فوتسال جام ته د لار موندنې په لړ کې ترسره کیږي، د کابل په وخت ماښام اته نیمې بجې پیلېږي.

د اسیا د فوټبال کنفدراسیون د معلوماتو له مخې افغان لوبډلې د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې تېره شپه د کوربه هېواد سعودي عربستان لوبډلې ته درې-دوه ماتې ورکړه.

که چېرته افغان لوبډله د اندونیزیا په وړاندې بریالۍ شي، د راتلونکي کال د اسیا فوټسال جام ته چې د تایلند په کوربه توب ترسره کېږي، لاره پیدا کوي.

تگ